د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بادغیس کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښته شوې


د افغانستان د بادغیس ولایت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو د دوو مشرانو، ملاهبت الله اخندزاده او ملا محمد رسول د پلویانو ترمنځ د وسله والې نښتې شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند، ظاهر بهاند د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په نښته کې د دواړو خواوو وسله وال وژل شوي او زخمیان شوي دي.

ظاهر بهاند وویل"د منصوریانو او رسولیانو ډلو پرون غرمه په جوند ولسوالۍ کې وسله واله نښته کړې چې د منصوریانو له خوا څلور وسله وال وژل شوي او درې زخمیان شوي دي، د رسولیانو له ډلې درې وسله وال وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دی."

د ملامحمد رسول ډلې ویلي چې په پرونۍ نښته کې يې د مقابل لوري اته غړي وژلي او پینځه یې زخمیان کړي دي.

خو د ملاهیب الله ډلې چې په سیمه کې د منصوریانو په نوم پېژندل کېږي، په دې اړه خبرې نه دي کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG