د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې ۲۱ مشکوک داعشيان نيول شوي


د ايران عدلي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو د مشهد ښار په شمال ختيځ کې د داعش ۲۱ مشکوک سخت دريځي نيولي دي.

د مشهد مرستيال لوی څارنوال حسن حيدري وايي، ځينې نیول شوي کسان ايرانیان دي او نور يې افغانان دي چې په جعلي اسنادو ايران ته ننوتلي وو.

ايراني رسنیو د حيدري له قوله لیکلي چې ځينې نيول شويو کسانو له ايرانه دباندې په ترهګرو فعاليتونو کې برخه اخېسته.

دا خبر وروسته له هغه دی چې یوه مياشت مخکې د ايران پر پارلمان او د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ ايښودونکي ايت الله خامنه اي پر زيارت خونړي بريدونه وشول.

داعش ډلې د دغو بريدونو مسولیت ومانه. په دې وروستيو کې د ايران چارواکو ويلي چې له داعش او نورو ډلو سره اړوند ګڼ شمېر ترهګر يې نيولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG