پاکستان د ملګرو ملتونو له خوا پر جماعت الاحرار وسله والې ډلې د بندیزونو هر کلی کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر نن په یو بیان کې ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې د وسله والې ډلې ‘جماعت الاحرار‘ د مالي اثاثو کنګل کولو , د دې ډلې د غړو پر سفرونو او د وسلې پر اخيستلو بنديزونه لګول شوي وو.
د خارجه دفتر د وياند په وينا چې دا وړانديز د پاکستان له خوا ورکړل شوی وو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون (پنجشنبه)دا ډله ناقانونه وګرځوله.
پاکستان ادعا کوي چې یاده ډله په افغانستان کې ده خو افغانستان دا تورونه ردوي.