د پاکستان په سېنټ کې د صحت قایمه کمېټۍ له حکومته غوښتنه کړې ده چې په قبایلي سیمو کې دې د ډاکټرانو کمی پوره کړي.
یادې کمېټۍ دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ ناوخته د سنېټر سجاد حسېن طوري په مشرۍ د شوې غونډې پر مهال کړې ده.
سنېټر سجاد حسېن طوري نن مشال راډیو ته وویل ، حکومت باید د قبایلي سیمو ډاکټرانو ته د پاکستان د نورو سیمو د ډاکټرانو غوندې مراعات ورکړي.
د صحت وفاقي وزیرې مملکت سایرې افضل تارړ غونډې ته وویل چې وزیراعظم نواز شریف په دې اړه یوه کمېټۍ جوړه کړې ده او دا مسله به ډېر ژر هواره شي.