د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيې د شمالي کوريا پر سر په امنيت شورا کې د امريکا مخالفت کړی


روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د هغه پرېکړه لیک پر متن اعتراض کړی دی چې پکې د شمالي کوریا د بین البراعظمي بیلېسټېک توغندي د لومړۍ ازموینې غندنه شوې ده.

روسیه فکر کوي چې د سې شنبې پر ورځ شمالي کوریا اوږد واټن ویشتونکی نه بلکې په منځنۍ فاصلې د هدف ویشتونکي توغندي ازموینه کړې وه او تېر ماښام په هغه قرارداد کې د بدلون په لټه وه چې په امنیت شورا کې تر بحث لاندې دی. امریکا د شمالي کوریا له دعوې سره موافقه ده چې دا اوږد واټن ویشتونکی توغندی وو او د پخوانیو ازموینو پرتله، د پیانګیانګ د توغندیو په ټېکنالوژۍ کې د مهم پرمختګ ښکارندويي کوي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې ماموریت د شورا غړو ته په استولي اي مېل کې ویلي چې دوی ((دا نشي تاییدولای چې دا دې د بین البراعظمي بیلېسټک توغندي په کتار کې راځي.)) د روسیې اعتراض د دې پرېکړه لیک مخه نیسي ځکه چې د دې د منظورۍ لپاره د امنیت شورا د پینځو ویټو حق لرونکو هېوادونو سلا اړینه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG