د لاسرسي ځای

د جرمني په همبورګ کې تازه نښتې شوې دي


د جرمني په همبورګ ښار کې د لویو صنعتي هیوادونو د سرمشریزې د پیل پر وخت د تاوتریخوالي تازه پېښې شوې دي.

چارواکي وايي چې په همبورګ ښار کې د جي شل په نامه غونډې له پیل سره سم د سرمایه دارانه نظام مخالف مظاهره چیانو په ښار کې د پولیسو پر یو تاڼه برید کړی او د پولیسو یو شمېر موټرونه ته یې اور اچولی دی.

د تاوتریخوالي دا پېښې په داسې وخت کې شوې دي چې د لویو صنعتي هیوادونو مشران د دې سرمشریزې پیل ته را غونډ شوي چې تر سبا مازیګره به دوام ولري.

پر دې مهال پرون هم د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې په سلګونه کسان ټپي شوي وو.

XS
SM
MD
LG