د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: په هوايي بريد کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي


د افغانستان د ارزګان ولایت ځايي چارواکي وايي، هلته د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چارواکې وايي دا وسله وال په مرکز ترینکوټ کې وژل شوي دي.

د ملي پولیسو یو ځايي قوماندان ملک زین الله نن مشال راډیو ته وویل چې نړیوالو ځواکونو دغه بریدونه تیره ورځ د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسله والو طالبانو پر یوه محکمه کړي چې پر مهال يې ۱۸وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمیرنور ټپیان شوي.

زین الله وویل چې تیره شپه هم نړیوالو ځواکونو په یاده سیمه کې هوايي برید کړی چې پکښي ۲وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه ندي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG