د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ او پوتين ليدنه: هيلې او اندېښنې


ډونلډ ټرمپ او ولادمير پوتين
ډونلډ ټرمپ او ولادمير پوتين

ټاکل شوې چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن د جرمني په همبورګ ښار کې د لویو صنعتي هېوادونو یا جي -۲۰ د سرمشریزې پر مهال له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره ګوري.

دا تر اوسه د ټرمپ د ولسمشرۍ مودې په لومړیو شپږو میاشتو کې د ده تر ټولو مهم ملاقات بلل کېږي او په لومړي ځل به له پوتین سره مخامخ ګوري چې د واشنګټن او مسکو د اړیکو د ژورېدونکي بحران هواري هڅې وکړي. امریکايي ولسمشر له پوتین سره د شام پر اوږدمهاله جګړې، د اوکراین پر ناحل شوې شخړې، انټرنیټي غلاو او انټرنیټي بریدونو، د شمالي کوریا د بیلېسټېک توغندیو ازموینو او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې تفاهم ته د رسېدو په تکل دی.

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پرله‎ پسې ډول د مسکو په وړاندې د یوه نوي دریځ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا او روسیې ترمنځ د همکارۍ لپاره امکانات خورا زیات دي.

خو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو او له روسیې سره د ټرمپ د همکارانو د اړیکو په اړه د کانګرس او د پلټنو د فدرالي ادارې (اېف بي ای) څو ځلي تحقیقاتو د دې هڅو په وړاندې ستونزې جوړې کړي.

د کریملین د نړیوالو اړیکو لوی سلاکار یورې اوشاکوف په دې وروستیو کې په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیه او امریکا د نړیوالې ترهګرۍ، د مخدرو موادو د قاچاق او د تنظیم شویو جرایمو پر ضد د مبارزې او د ډله‎ییزې وژنې د وسلو د مخنیوي په برخو کې د همکارۍ لپاره د پام وړ وړتیاوې لري.

اوشاکوف ویلي، امکان لري چې د ټرمپ او پوتین په نننۍ غونډه کې د ستراتیژیک ثبات او د وسلو د کنټرول پر بحثونو تمرکز وشي ځکه د هغه په وینا د دې مسایلو مسولیت تر ډېره دې دوو هېوادونو ته چې تر ټولو زیاتې اټومي وسلې لري ورله غاړې دی.

د امریکا او روسیې په اړیکو کې کړکېچ په شام کې هم زیات شوی. په شام کې د داعش ډلې پرضد د دې دوو هېوادونو د مبارزې په څرنګوالي کې تناقض لیدل کېږي. روسیه د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي او امریکا یې مخالفه ده.

له بلې خوا سپینه ماڼۍ غواړي د شمالي کوریا پرضد چې په دې وروستیو کې یې یو نوی بېلسټیک توغندی وازمویه په اقداماتو کې د روسیې ملاتړ ترلاسه کړي.

خو په عین حال کې ټرمپ له پوتین سره له کتنې یوه ورځ مخکې په وارسا کې داسې څرګندونې وکړې چې د مسکو لپاره پاروونکي ګڼل کېدای شي.

ټرمپ په وارسا کې د وينا پر مهال
ټرمپ په وارسا کې د وينا پر مهال

ټرمپ د ناټو د منشور پر پنځمه ماده ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ناټو پر یوه غړي بريد د ناټو پر ټولو غړو بريد ګڼل کېږي.

"امریکا نه یوازې په خبرو بلکې په عمل کې ثابته کړې ده چې د پنځمې مادې یعنې د ګډې دفاع د ژمنې غوڅ ملاتړ کوي. خبرې اسانه دي خو عمل مهم دی. "

سپینې ماڼۍ همدا راز د سږني کال ترپایه پر پولېنډ د پېټريېټ په نوم د راکټي دفاع د سیسټم د پلورلو ژمنه کړې.

مسکو په ختیځه اروپا کې د امریکا د راکټي دفاع سیسټم له ځای پرځای کولو سره مخالفت څرګند کړی.

ټرمپ همدا راز پولېنډ ته د قدرتي ګېس د صادرولو له هغه اوږدمهالي قرارداد سره هم موافقه وکړه چې عملي کېدل به یې پر روسیې د پولېنډ د تکيې له کمولو سره مرسته وکړي او همدا راز په وارسا کې د وینا پر مهال یې پر روسیې غږ وکړ چې د اوکراین د بې ثباته کولو له اقداماتو څخه ډډه وکړي.

ټرمپ د کانګرس د ځینو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ غړو هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې روسیې د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې او پرون یې هم په دې اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، هېڅوک په ډاډ سره نه‎ شي ویلای چې داسې کوم کار شوی دی کنه.

د پام وړده چې د پخواني شوروي اتحاد مشر میخاییل ګورباچوف پرون پر ټرمپ او پوتین غږ وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد بیا را ژوندی کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG