د لاسرسي ځای

کورمه: لېورونو خپله ورېندار او د هغې ماشومه په اور سوځلې


Czech Republic (January 23, 2017): Map of Kurma (Kurram) district in northwest Pakistan's Federally Administered Tribal Areas (FATA).

چارواکي وايي، د منځنۍ کورمې په یوه کور کې لېورونو خپله ورېندار او د هغې ماشومه په اور سوځلې ده.

د پولېټيکل انتظامیې یوه چارواکي تېره ورځ د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دوی له دې پېښې د چارشنبې پر ورځ خبر شول او اصلاً دا کار د مې پر ۲۵مې شوی دی. ده وویل، د دې پېښې په تړاو یې دوه تنه نیولي خو اصلي تورن کسان محمد عالم خان او رشید خان فرار دي. د دې ښځې ورور ګل کریم وايي، د ده خور زاهده او درې کلنه خورځه سلما د پېښور په روغتون کې بسترې دي. دی وايي، ډاکترانو ورته ویلي چې د خور روغتیايي حالت یې خراب دی. کریم زیاتوي، د خور خسرګنۍ (سخرګنۍ) غوښتل چې هغه ووژني او مرګ ته یې د خودکشۍ نوم ورکړي. موږ د تورنې شوې کورنۍ له غړو سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالي نشو.

XS
SM
MD
LG