د لاسرسي ځای

په جرمني کې لسګونه پوليس او مظاهره کوونکي ژوبل شوي دي


د جرمني همبورګ ښار د مظاهرو پر مهال

د جرمني په همبورګ ښار کې نن (جمعه) د شلو لویو صنعتي هېوادونو (جي – ۲۰) تر سرمشریزې مخکې په احتجاج کې لسګونه پولیس او مظاهره کوونکي ژوبل شوي دي.

تېر ماښام سلګونه مخپټي مظاهره کوونکي په ښار کې د سرمایه دارانه نظام پر ضد په احتجاج ول او نښتې هغه وخت وشوې چې دوی پر پولیسو بوتلونه وویشتل او هغوی بیا پر مظاهره کوونکو اوبه وپاشلې. پولیس وايي، په تاوتریخوالي کې شاوخوا ۷۵ پولیسان ژوبل شول چې پکې درې یې په روغتون کې دي. دوی وايي، مظاهره کوونکو د پولیسو په هیليکاپټرو کې پر پیلوټانو د لېزر وړانګې واچولې چې له کبله یې د پیلوټانو سترګې ژوبلې شوې. په تاوتریخوالي کې ډېری مظاهره کوونکي هم ژوبل شوي دي. په دوی کې ځېنې په کوڅو کې ګرځېدل، بوتلونه یې ویشتل، د کړکیو ښیښې یې ماتولې او ګاډو او نورو شیانو ته یې اور اچاوه.

همبورګ کې مظاهره کوونکي د سرمايه دارانه نظام پر ضد شعارونه ورکوي
همبورګ کې مظاهره کوونکي د سرمايه دارانه نظام پر ضد شعارونه ورکوي

د تېر ماښام په احتجاج کې شاوخوا ۱۳،۰۰۰ مظاهره کوونکو ګډون وکړ چې پکې شاوخوا ۱،۰۰۰ کسان مخپټي انارشېسټان ول. پولیسو اټکل کړی دی چې له نن څخه د پیلېدونکې سرمشریزې پر مهال به تر یو لاک پورې مظاهره کوونکي د همبورګ ښار ته ورځي. جرمني د جي – ۲۰ هېوادونو سرمشریزې د امنیت لپاره شاوخوا ۲۰ زره پولیسان ځای پر ځای کړي دي.

په عین حال کې د جرمني چانسلره انګیلا میرکل هڅه کوي چې د نړۍ د ۲۰ صنعتي هیوادونو په دې غونډه کې له ترهګرۍ نیولې، تر سوداګرۍ، د اقلیم تر بدلون او کډوالۍ پورې د بیېابېلو مسلو په اړه پر یوې اعلامیې توافق وشي.

د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د میرکل تر لیدنې وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، د اقلیم د بدلون او سوداګرۍ په اړه څرګند اختلاف لا هم دوام لري چې دا دوه اتحاديان یې سره بېل کړي خو پر دې سربیره دواړو خواوو ډیر مشترکات هم وموندل. سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ټرمپ به نن ماسپښین د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

XS
SM
MD
LG