د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د حقانې شبکې د موجوديت په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړې


د افغان ولسمشر مرستيال وياند نجيب الله ازاد
د افغان ولسمشر مرستيال وياند نجيب الله ازاد

افغان حکومت د پاکستان هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د حقاني شبکې په ګډون يو شمېر نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې موجوديت لري. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا د پنجشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې اوونیزې خبرې غونډه کې وویل چې په پاکستان کې يې د وسله والو مرکزونه ويجاړ کړي او حقاني شبکه او د طالبانو نورې ډلې، د پاکستاني طالبانو تحریک، داعش او د القاعده پاتې شونې اوس له پاکستانه په تېښته دي او د افغانستان په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د حکومت تر کنټرول لاندې نه ‎دي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد د پنجشنبې په ماښام مشال راډیو ته وویل، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دا څرګندونې ښيي چې د اسلام‎اباد د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ همغږي نشته.

ازاد زیاته کړه چې امريکا او چین د ترهګرو ډلو پر ضد د کابل او اسلام‎اباد پر اقداماتو د څارنې ژمنه کړې او که پاکستان بیا هم ناغیړي وکړي نو افغان حکومت به له دې دوو هېوادونو څخه پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه وکړي.

"د پاکستان په حکومت کې همغږي نشته خو هره شېبه چې دوی له خپلو ژمنو او تعهداتو څخه واوړي، زموږ ادرس معلوم دی او موږ له خپلو ستراتیژیکو ملګرو، امريکا او چین سره د ژمنو او تفاهم لیکونو له مخې هغو ته شکایت کولای شو. دوی له موږ سره ژمنه کړې چې پر پاکستان به فشار راوړي او په وړاندې به یې سخت غبرګون ښيي."

دا څرګندونې پر داسې وخت شوې دي چې پرون د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په دوشنبې کې د تاجکستان، پاکستان او افغانستان سرمشریزې ته په وینا کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان د امنیت ټینګولو هڅې کوي. هلته د افغانستان په سفر د امریکايي سېنېټرانو پلاوي د سې شنبې پر ورځ وویل، پاکستانیو چارواکو ته یې دا سپینه کړې چې د حقاني شبکې ضد دې اقدامات وکړي.

د امریکا د سېنېټ یوه جګپوړي پلاوي په روانه اوونۍ کې لومړی اسلام اباد او وروسته کابل ته سفرونه وکړل او په دواړو هېوادونو کې یې د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

د مخکښ سېنېټر جان مکېن په مشرۍ دې پلاوي د پاکستان او افغانستان له خوا د هغو ترهګرو ډلو پرضد چې پر افغان او امریکايي ځواکونو بريدونه کوي، د داسې ګډو او همغږو عملیاتو سپارښتنه وکړه چې امریکا به څارنه پرې کوي.

XS
SM
MD
LG