د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نومیالي ادیب سیال کاکړ زوی ووژل شو


دپښتو ژبې د نومیالي ادیب پروفیسر سیال کاکړ زوي ډاکټر ایمل کاکړ او یو بل کس په ډزو وژلي دي.

د کوټې ښار د ایرپورټ تاڼې مشر شوکت جدون مشال رادیو ته وویل چې ډاکټر اېمل کاکړ د جمعې په ورځ د خپل فارم هاوس له ساتونکي سره یو ځای د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

شوکت جدون دا نه دي ویلي چې د دې پېښې لامل څه وو او نه یې هم د چا د نیولو خبره کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG