د لاسرسي ځای

په کوټه کې د پنجشنبې په ورځ ناڅرګنده وسله والو د بلوچستان نېشنل ګوند یو مشر ملک نوید دیوار په ډزو ویشتې او وژلی دی.

پولیس چارواکي وايي، وسله والو نن د کوټې په ارباب کرم خان سړک باندې د بلوچستان نېشنل ګوند د یو مرکزي مشر ملک نوید دیوار په ګډون دوه کسان وژلي دي.

د بلوچستان وزیراعلا نواب ثناالله زهري په دغه پېښه خپله خواشیني څرګنده کړې ده او پولیسو ته يې امر کړی چې په پېښه کې ککړ کسان ونیسي.

تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې .

XS
SM
MD
LG