د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: مرکزي اروپا کې د امنيت او سولې دفاع ته ژمن يو


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن د پولېنډ په پلازمېنه وارسا کې وویل چې هېواد یې په مرکزي اروپا کې د امنیت او سولې دفاع ته ژمن دی. ډونلډ ټرمپ وویل چې امريکا له بولېنډ سره ګډ کار کوي څو د روسیې د بې ثباته کوونکو فعالیتونو ځواب ورکړي.
نوموړی بېګا بولېنډ ته ورسېدی.

ټرمپ نن د پولېنډ له ولسمشر دودا سره په خبري غونډه کې وویل:

"امریکا چمتو ده چې له پولېنډ او نورو اروپايي هېوادونو سره مرسته وکړي چې د توانايي ترلاسه کولو لپاره متعددې سرچینې ولري او د توانايي پر یوې سرچينې، چې موږ مونوپولي ورته وایو، متکي پاتې نه شي. "

ولسمشر ټرمپ له ښاغلي دودا سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل:

"امریکا په مرکزي اروپا کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې ژمنه ده او د روسیې له‎خوا د بې‌ثباته کولو کړنو په ځواب کې به د پولنډ سره یوځای کار وکړي."

د پولېنډ ولسمشر اندرې دودا او امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د پولېنډ ولسمشر اندرې دودا او امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

په مې میاشت کې اروپا ته په خپل لومړي رسمي سفر کې ډونلډ ټرمپ د ناټو پر ايتلاف نيوکه کړې وه چې د خپلو دفاعي لګښتونو په برخه کې یې سمه ونډه نه ‎ده اخیستې.

ولسمشر ټرمپ د ناټو ايتلاف په برخه کې د واشنګټن د ژمنو په اړه وویل:

"له ناټو او پولېنډ سره زموږ قوي همکاري د جګړې د مخنیوي لپاره ډېره مهمه ده او دا تضمینوي چې د لویو ځواکونو تر منځ جګړه هېڅکله اروپا نه‌اغېزمنوي او نړۍ به یو پرامنه او ښه ځای وي."

ولسمشر ټرمپ له اندرې دودا سره په ګډه خبري غونډه کې د امریکا د ۲۰۱۶م کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه له ډېرو جزیاتو پرته وویل:

"زه فکر کوم دا روسیه وه او فکر کوم امکان لري نور کسان یا هېوادونه و اوسي."

ولسمشر ټرمپ په پام کې لري چې په وارسا کې په هغې سرمشریزه کې چې د پولېنډ او کروشیا یوه ګډه پروژه ده ګډون وکړي.

دا پروژه چې د درېیو سمندرونو نوښت نومېږي، په ۲۰۱۶م کال کې پیل شوې وه او هدف‌ یې د هغو هېوادونو تر منځ چې د ادریاټیک، بالټیک او تورې بحیرې پر څنډو پراته دي، سوداګریزې، بنسټیزې او د تېلو او په سیاسي چارو کې ګډې همکارۍ پیاوړې شي.

په‎ دې پروژه یا نوښت کې هنګري، چېک جمهوریت، سلوواکیا، رومانیا، بلغاریا، لېتوانیا، اسټونیا، لاتویا، سلووانیا او اسټريا هم شامل دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ټرمپ به په ‎دې سرمشریزه کې د هېوادونو هغه مشران چې د تېلو له اړخه پر روسیې د تکيې له کبله اندېښنې لري، وهڅوي چې د امریکا د قدرتي ګېس د نویو موجودو سرچينو څخه ګټه واخلي.

ټاکل شوې چې ډونلډ ټرمپ نن د ورځې په پای کې جرمني ته ولاړ شي. هغه به سبا د جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصادي قدرتونو د مشرانو په غونډه کې برخه اخلي او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم ګوري. تمه څرګنديږي چې د شام شخړه به د اېجنډه د سر موضوع وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG