د لاسرسي ځای

د افغانستان لپاره د پاکستان نوي سفیر زاهد نصر الله خان د چارشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر ته خپل سفارتي اسناد وړاندې کړل.

د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي نوي سفیر په کابل کې له افغان ولسمشر سره په ملاقات کې وويل چې وزیراعظم يې د علاقايي رابطو په اړه د افغان ولسمشر اشرف غني سره یو شان نظر لري ځکه چې دا د سیمې د امن لپاره ضروري ده.

افغانستان لپاره د پاکستان نوي سفیر د دواړو ملکونو ترمینځ په مختلفو څانګو کې د اړیکو پراختیا لپاره د کار کولو هوډ څرګند کړ.

تر زاهد نصرالله خان وړاندې سید ابرارحسین په کابل کې د پاکستان سفیر و.

XS
SM
MD
LG