د لاسرسي ځای

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، که افغانستان د هلمند پر سیند د بندونو جوړولو ته ادامه ورکړي، دوی به يې په اړه بې‎تفاوته پاته نه‎ شي.

حسن روحاني دا خبره په سېشنبه د لړو، ګرد او دوړو په باب یوه نړیوال کنفرانس کې کولې چې څنګه دغه ستونزې ته یوه حل - لار راواېستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت هڅه کوي چې د افغانستان اوبه مهار کړي.

اوس‎ مهال د افغانستان په سلو کې ۸۰ اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

دا چې ایران د افغانستان د اوبو په د بندونو په اړه د دغه ډول څرګندونو حق لري که نه او افغانستان ته په دې برخه کې څه کول پکار دي، د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند سره زموږ همکار اکرام‎الله اکرام لنډه مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د ایران د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په کتو، فکر نه کیږي چې په افغانستان کې د ګاونډیو لاسوهنې د اوبو خپلولو په اړه دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG