د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ کې د ترهګرۍ په تور یوه ۱۲ کسیزه ډله نیول شوې


د بلخ د ملي امنیت اداره وايي چې په دې ولایت کې یې د ترهګرو هغه ډله نیولې چې غوښتل یې بریدونه تر سره کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ملي امنیت ادارې نن خپره کړې، ویل شوي چې د عبداالهادي په نوم د یوه تن په مشرۍ یې د ترهګرو فعالیتونو په تړاو ۱۲ کسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ټول کسان د بلخ ولایت د کِشندې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د اختر په ورځو کې یې د ترهګریزو بریدونو د تر سره کولو هڅه کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG