د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سیال سره ویني


ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د راتلونکې جمعې په ورځ د روس له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.

دا لیدنه به د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا (G20)د مشرانو د هغې غونډې په څنډه کې وشي چې د جرمني په هامبورګ ښار کې جوړیږي.

دا به د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د روسي سیال لومړنۍ رسمي مخامخ لیدنه وي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وايي، دا لیدنه د یوې بشپړې لیدنې په توګه پلان شوې ده چې پکې به پر دوو ـ اړخیزو مسلو بحث وشي.

د رویټرز او جرمني خبري اژانسونو د راپورونو له مخې سپینې ماڼۍ هم د دې خبرې پخلی کړی دی چې دا دوه اړخیزه غونډه به د جولایي پر اوومه نېټه جوړه شي.

د امریکا او روسیې مشران په داسې حال کې په خپلو کې سره ګوري چې د دې دواړو هېوادونو اړیکې،د روس له خوا د اوکراین د کرایمیا د ټاپو وزمې د لاندې کولو او یو لړ نورو نړیوالو مسلو له کبله ډېرې ترنګلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG