د لاسرسي ځای

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، په دفاع وزارت کې له یو شمېر اصلاحاتو وروسته په نظامي عملیاتو کې د افغانستان وړتیا پياوړې شوې ده.

له ارګه خپره شوې یو خبرپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني دا خبره د سېشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سېنېټ له یوه پلاوي سره د لیدو پر مهال کړې ده.

ولسمشر غني ویلي چې په دفاع وزارت کې د مشرتابه په کچه ۱۵۰ تنه جنرالان تقاعد (ریټایر) شوي دي، نوی وزیر ټاکل شوی دی او په دغه بنسټ کې نور اصلاحات هم راغلي دي.

نوموړي ویلي چې داسې اصلاحات به د کورنیو چارو په وزارت کې هم رامنځ ته کړل شي.

ولسمشر اشرف غني په دې لړ کې د امریکا همکاري مهمه بللې ده.

XS
SM
MD
LG