د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان له جوړېدو راهیسې له پښتنو سره توپیري چلند کېږي'


د پاکستان په پارلېمان کې یو شمېر پښتانه سیاستوال وايي، دوی پر سرکاري ټي وي د پښتنو د سپکاوي غندنه کوي.

د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې سنېټر حافظ حمدالله د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل،که حکومت د داسې کارونو مخه ونه نیسي نو دا به د ده په وینا د پاکستان په زیان تمام شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان کاکړ وویل،له پښتانه سره دا توپیري چلن د پاکستان له جوړېدو راهیسې روان دی.

د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان وايي، دا د پاکستان اساسي قانون سرغړونه ده او دوی یې په کلکه غندنه کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سرکاري ټي وي چارواکو نه یوازې په یو خبرپاڼه کې له پښتنو بخښنه غوښتې ده بلکې ویلي یې دي چې د هغې خپرونې د اړوندو چارواکو پرضد یې پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي په کومه کې چې پښتانه قام ته سپکاوی شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG