د لاسرسي ځای

په ملګروملتونو کې د چین سفیر وايي، د دې سازمان د امنیت شورا قطر ته ویلي چې د خلیج له هېوادونو سره خپل اختلافات ختم کړي.

نوموړي دا اشاره هم ورکړې ده چې ملګري ملتونه د قطر او خلیجي هېوادونو په شخړه کې ځان ښکېل ول نه غواړي.

د قطر بهرنیو چارو وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمن الثاني تیره اونۍ د امنیتي شورا له غړیو سره ولیدل او د سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، بحرین او له مصر سره یې د خپل هېواد د لانجې په اړه خبرې وکړې

د چین سفیر لیو جي یي Liu Jieyi چې په روانه میاشت کې د امنیت شورا مشري کوي وویل، تر ټولو ښه لاره دا ده چې په دې مسئله کې ټول شامل هېوادونه دې لانجې ته د حل لاره ولټوي، ځکه چې د دې بله متبادله لاره نه ښکاري.

سعودي عرب او اتحادیانو یې د جون په پنځمه له قطر سره سفارتي اړیکې پرې کړې او وروسته یې د اخوان المسلمین ډلې له ملاتړه د لاس اخیستو، له ایران سره د اړیکو د پرې کولو او د الجزیرې ټیلي ویژن د بندولو په ګډون قطر ته د دیارلسو غوښتنو فهرست ورکړ.

XS
SM
MD
LG