د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا مرکزي قومندانۍ د دوشنبې په ورځ ناوخته ویلي، په شام کې د امریکا ملاتړ لرونکیو ځواکونو د زاړه ښار رقه ګیر چاپیره دیوال مات کړی دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په ملاتړ دغه ځواکونه له داعش څخه د رقه بیرته نیولو لپاره عملیات کوي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، اتحادي ځواکونه چې شام ډیموکریټک ځواکونو ملاتړ کوي، د رقا ښار ګیر چاپیره په رفیقا دیوال کې د دوو ځایونو له پرانیستلو سره د رقه سختو ناامنیو سیمو ته پرمختګ کوي.

د امریکا پوځ وايي، د شام ډیموکرټیک ځواکونه د هغه دیوال په اوږدو کې له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي چې د داعش وسله وال مورچي په توګه کار ترې اخلي او د پرمخ تلونکو ځواکونو د مخنیوي لپاره یې په کې ماینونه او چاودیدونکي مواد ځای پرځای کړي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG