د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا، جاپان او چین مشرانو د شمالي کوریا په اړه خبرې کړي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چين او جاپان له مشرانو سره د شمالي کوريا اړوند د ګډو ژمنو په اړه خبرې کړې دي.

سپينه ماڼۍ وايي، ټرمپ د يکشنبې په ورځ د جاپان له صدراعظم شينزو ابي او د چين له ولسمشر شي جين پېنګ سره خبرې وکړې.

سپينه ماڼۍ وايي، په دې خبرو کې د شمالي کوریا او د دې هېواد اټمي پروګرام د توجه مرکز و.

له شي سره د خبرو پر مهال ټرمپ د شمالي کوریا د اټمي او بالسټيک توغنديو پروګرام د مخ پر زياتېدونکي تهديد په اړه وويل او ټرمپ همداراز له شي څخه وغوښتل چې د امریکا له سوداګريزو ملګرو سره په سوداګرۍ کې توازن رامنځته کړي.

سپينه ماڼۍ وايي، ټرمپ او د جاپان او د چين مشران د جرمني په هامبورګ کې د راتلونکي «جي-۲۰» سرمشريزې پر مهال له يو بل سره لیدو ته سترګې په لاره دي.

په همدې حال کې د چين دولتي رسنيو ويلي چې شي ټرمپ ته وويل چې د امریکا او چين روابط د منفي عناصرو له‎خوا اغېزمن شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG