د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رېمنډ ډېويس څرګندونو پاکستاني چارواکي غوسه کړي


پاکستاني امنیتي او استخباراتي چارواکو د یکشنبې په ورځ د امریکا د استخباراتو د ادارې د پخواني قراردادي رېمنډ ډېوېس پر هغو څرګندونو غُصه څرګنده کړه چې د خپلو خاطراتو په چاپ کړي کتاب کې یې ویلي چې ده ته د قتل په دوسیه کې برائت ته د پاکستان او امریکا دولتونو په یوه معامله کې زمینه برابره کړې وه نه دا چې هغه دې د افرادو تر منځ شوې وي.

ډېوېس چې د قتل دوسیې یې ډېر جنجال راپورته کړی و، په ۲۰۱۱ میلادي کال له زندانه ازاد او بېرته امریکا ته ستون شو.

د ډېوېس څرګندونې روانه اوونۍ وروسته تر دې د رسنیو د خبرونو سرټکي شوې چې په خپل کتاب کې یې په دغه قضیه کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې د پخواني رئیس شجاع پاشا رول مهم بللی او ویلي یې دي چې د هغه له‎خوا د دوو مقتولینو کورنیو ته د ۲،۴ میلیونه ډالرو په ورکولو سره پر ده د قتل لګول شوي تورونه لیرې شول.

ډېوېس هغه وخت په پاکستان کې د امریکا د استخباراتو د ادارې «سي. اې. اې» لپاره کار کاوه چې دغه پېښه وشوه.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې وروسته تر دې چې ډېوېس پولیسو ونیو، دې مسئلې د دواړو هېوادونو تر منځ ډیپلوماتیک جنجال راپورته کړ، خو اووه اوونۍ وروسته د مقتولینو کورنیو محکمې ته وویل چې دوی ډېوېس بخښي.

له هغې وروسته د امریکا او پاکستان چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې متحد دي، پر اړیکو کې دغه کړکېچ پای ته ورسېد.

د امریکا د استخباراتو پخواني قراردادي ښاغلي ډېوېس د قراردادي په نوم خپل کتاب کې پر دې رڼا اچولې چې دی څرنګه د پاکستان زندان ته ولوېد او ډیپلوماتیک جنجال‌یې راپورته کړ.

نوموړی د قتل د پېښې په اړه لیکي:

ده هغه دوه پاکستانیان چې پر موټرسایکل د ده موټر ته ډېر ورنېږدې شوي و او له یوه سره ټوپک هم و، د ځان لپاره یو ګواښ بللی او ډزې یې پرې کړې وې.

ډېوېس په دې کتاب کې وایي چې ده هېڅکله هم له دې مخکې څوک نه‌و وژلي، خو ټولې لس مرمۍ یې چې فیر کړې په خپلو هدفونو لګېدلې وې.

یوه پاکستاني د استخباراتو چارواکي د خپل نوم د نه‌ښودلو په شرط دا منلې چې د دې هېواد د استخباراتو ادارې له پاکستانه د «سي. ای. اې» د پخواني قراردادي ډېوېس په ایستلو کې مرسته کړې، خو دغه ډول مرسته به په راتلونکي کې له «سي. ای. اې» سره ونه‎کړي.

هغه ویلي، له زندانه د ډېوېس خوشې کېدل د دوو دولتونو تر منځ تنظیم شوي و، نه د دوو افرادو تر منځ.

هغه هم د دواړو ادارو، د دواړو دولتونو د ښه نیت پر اساس تر څو له «سي. ای. اې» سره مرسته وشي چې خپل یو کارکوونکی له قانوني لارې له دغې قضیې خلاص کړي او هغه هم په ډېره محرمانه توګه.

یوه بل پاکستاني امنیتي چارواکي چې له ډېوېس څخه د تحقیقاتو په قضیه کې ښکېل و، هم تائید کړې چې پاکستان د هغه په خلاصون کې مرسته کړې خو نوموړي هم د ډېوېس د دغو جنجالي خاطرو پر چاپولو غُصه څرګنده کړې ده.

هغه هم د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي چې که د دغه کتاب له چاپولو هدف دا وي چې پاکستان او د دې هېواد د استخباراتو اداره بدنامه شي نو ډېوېس او نور مرستندویان‌یې په لنډ مهال کې دغه هدف ته رسېدلي، خو په راتلونکي کې به پاکستان او د استخباراتو ادارې بیا دغسې کار ونه‎کړي.

XS
SM
MD
LG