د لاسرسي ځای

په خوست کې د قومي اربکیو یو مشر نقیب الله ډډوال ووژل شو


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د قومي اربکیو یو تن مشر نقیب الله ډډوال د نامالومو وسلوالو له لوري ووژل شو.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې نقیب الله ډډوال په موټر سایکل کلي ته په لاره وه، چې د یادې ولسوالۍ د مشکوڼه پل په سیمه کې د دوه تنو نامالومو موټرسایکل سورو لخوا د تفنګچې په ډزو ووژل شو.

قوماندان غیرت وايي، چې پېښه د کشفي ادارو تر څېړنې لاندې ده.

بل لوري ته په خوست کې د قومونو د پیوستون شورا مشر سیدکریم خان خاکسار وویل، چې نقیب الله ډډوال د یادې شورا د رهبری غړی وو او په خپله سیمه او قوم کې د ښه نفوذ څخه برخمن وو.

د سیمې یو تن اوسیدونکی سلطانمحمود خیرخواه وايي، نقیب الله ډډوال د دوی د قومي اربکیو مشر وو او د خپلې سیمې په امنیت کې يې د حکومت سره پوره مرسته کوله.

ده وویل، د مشکوڼه پل چې دا پيښه په کې شوې ده، مخکې هم په کې څو تنه حکومتي مامورین ترور شوي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې وژنې په باب رسنیو ته څه ندي ویلي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG