د لاسرسي ځای

شام: درېوو بمي چاودنو کې ۱۸ کسان وژل شوي، ګڼ ژوبل دي


د پېښې ځای

د شام سرکاري میډیا خبر ورکوي چې د جولای په دویمه په دمشق کې په درېوو موټر بمي چاودنو کې اتلس کسان وژل شوي دي، او ګڼ نور ژوبل دي.

د شام د شمالي برخو نقشه
د شام د شمالي برخو نقشه

په دغو کې یو ځان مرګي بریدګر د ښار په تحریر چوک کې له هغې وروسته ځان والوځولو چې امنیتي عسکر ترې چاپیره شول، او دوو نورو ځانونه خپل هدف ته تر رسیدو وړاندې والوځول.

چارواکي وایي دغو حمله کونکیو غوښتل چې د وړوکي اختر د رخصتیو وروسته په بازار کې په خلکو بریدونه تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG