د لاسرسي ځای

ارګ: د چین په منځګړیتوب له پاکستان سره مذاکرات به ګټور وي


دوا خان مینه پال

راپور: اکرام الله اکرام

کابل- په داسې حال کې چې افغانستان ته د یو پاکستاني پلاوي د ورتګ راپورونه خپاره شوي، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د چین په منځګړیتوب د مذاکراتو دا نوی پیل به ګټور وي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې له دغه پاکستاني پلاوي سره به د تروریزم په وړاندې د ګټورې مبارزې په اړه هم خبرې وشي.نوموړي که څه هم د دغه پلاوی د کابل د سفر د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د چین په منځګړیتوب د مذاکراتو دا نوی پیل به ښې پایلې ولري.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه چې له دغه پاکستاني پلاوي سره به په پاکستان کې د تروریزم د مرکزونو او د دغه پدیدې په وړاندې په ګټوره مبارزه خبرې وشي.

((دا چې موږ هیله مند یو دلیل يې دادی چې زموږ او د پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د نوي پړاو په بهیر باندې چین نظارت او څارنه کوي. ټولو هغه مسایلو ته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دي، چین به ورته د نظارت کوونکي په توګه رسېدنه کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د رغولو لپاره یو با صلاحیته پاکستانی پلاوی کابل ته سفر وکړي.

له دې وړاندې هم د دواړو هیوادونو تر منځ د ستونزو د حل په هدف بیلابیلو پاکستاني پلاوو افغانستان ته سفرونه کړي خو کومه څرګنده پایله یې نه درلوده.

وروسته له هغې چې افغان ولسمشر د شانګهای سازمان د کلنۍ غونډې په څنډه کې د پاکستان له وزیراعظم سره د د واړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو په هدف ملاقات وکړ، نو د چین د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب دکابل او اسلام باد د دواړ خیزو اړیکود ښه کولو لپاره هڅې پيل شوې.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی دغو ملاقاتونو ته د شک په سترګه ګوري.د دغې جرګې لومړي منشي عبدالقادري ځاځي وطندوست مشال راډیو ته وویل، تېرو تجربو ته په کتو پاکستان هیڅکله هم د افغانستان په اړه له پخواني بهرني سیاست نه لاس نه اخلي.ښاغلی ځاځی زیاتوي چې پاکستان په دا ډول تګ راتګ سره نړۍ ته ښيي، چې ګنی له افغانستان سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري.

((د پاکستان حکومت، په ځانګړي ډول د دې هیواد استخباراتي شبکه ای ایس ای تر اوسه نه ده اماده شوې چې افغانستان سره دوستي وکړي، تر هغه وخته چې پاکستان دې ته اماده شوی نه وي او په دوی نړیوال فشار نه وي راوستل شوی او دوی اړ کړای شوي نه وي چې نور باید له افغانستان سره دښمني بس کړي، زه فکر نه کوم چې دغه ډول تګ راتګ دې ګټه وکړي.))

ښاغلی ځاځی زیاتوي که چین، امریکا او عربستان په پاکستان فشار راوړي، نو کولای شي، چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو ته چمتو کړي.

افغان حکومت باور لري چې وسله وال مخالفین یې په پاکستان کې خوندي پټن ځایونه او د تمویل مرکزونه لري، هغه ادعا چې تل د پاکستان له لوري رد شوې ده.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG