د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني له پاکستان سره سوله غواړي


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر وايي له پاکستان څخه سوله نه غواړي، بلکې په حقيقت کې له پاکستان سره سوله غواړي.

محمد اشرف غني دا خبره د یکشنبې په ورځ په کابل کې د سولې عالي شورا د رییس په توګه د محمد کريم خليلي د رسمي معرفۍ په غونډه کې وکړه:

((زه له پاکستانه سوله نه غواړم؛ زه له پاکستان سره سوله غواړم. له پاکستان سره د سولې معنى دا ده چې په افغانستان کې يو باعزته، قوي ـ ملي دولت ومنل شي.))

ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل، د سولې کولو په برخه کې دقت په کار دى، ځکه که په دې برخه کې کومه تېروتنه کېږي درانه زيانونه اړوي.

افغان ولسمشر زیاته کړه چې په هیواد کې د سولې د راوستلو لپاره د یو قوي دولت منځ ته راتلل ډېر اړین دي. نوموړي وویل د قانون حاکمیت، د اساسي قانون تطبیقول او د ټولو افغانانو حقونه یو شان به پام کې نیول قوي دولت رامنځ ته کوي چې دوی یې په لټه کې دي.

افغان ولسمشر په دې خبره هم ټینګار وکړ چې د سولې پروسه به په ډاګیزه توګه او د ملي اجماع له لارې پرمخ ځي، دا د بندو دروازو ترشا فعالیت نشي کولی.

((په داسې توګه به موږ ټول په دې خبره ورسېږو چې د جنګ بیه څه ده؟ او د سولې مزه په څه کې ده؟))

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په دې موقع د سولې د عالي شورا نوي مشر کریم خلیلي وویل چې افغانستان او افغانان اوس مهال ترهرڅه زیاته سولې ته اړتیا لري.

((موږ خپله ټوله انرژي د سولې د راوستلو لپاره په کار راولو. البته د سولې مانا دا نه ده چې مونږ وسله والو ډلو ته امتیازات ورکوو. سوله د دواړو لوریو لپاره ضروري ده او د دواړو لوریو خیر غواړي.))

د افغانستان د سولې عالي شورا د پیر سید احمد ګیلاني له مړېنې وروسته رئیس نه درلود، خو له څو میاشتو وروسته محمد کریم خلیلي د دغې شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG