د لاسرسي ځای

پاړه چینارکې ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی


د جون په ۲۳ مه د بمي چاودنو زخمیان روغتون ته لېږدول کېږي.

پاړه چینار ـ له اتو ورځو ځنډ څخه وروسته، د پاړه چینار خلکو خپل احتجاج ختم کړی او د سیمې بازارونه نن بیا پرانیستل شوي دي.

د پاړه چینار خلکو وروسته له هغې احتجاجي ناسته پیل کړې وه چې د جون په ۲۳ مه، هلته بمي چاودنه وشوه چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. وروسته د احتجاج کونکیو او ملېشه ځواکونو ترمنځ د اخ و ډب په ترڅ کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم وو.

احتجاج کونکیو غوښتنه کوله چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان دې له دوی سره مخامخ خبرې وکړي او د بمي چاودنو او د ملېشه ځواکونو د تشدد په اړه دې د دوی پوښتنو ته ځواب ووايي.

خو د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوا پاڼه چينار ته ورغلو او د احتجاج کونکیو غوښتني يې واورېدې او ورسره یې ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې ومنل شي. له دې ملاقات څخه وروسته احتجاجي ناسته ختمه شوه.

يو ځاي اوسيدونکې جمشيد توری پرون مشال راډيو ته وويل چې ژوند بیرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

په پاڼه چينار کې د جون په ۲۳مه نيټه په دوو بمي چاودنو او مليشا ځواک په ډزو کې تر ۲۵۰ پوري کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG