د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د داعش لږترلږه ۲۴ وسله وال وژل شوي


افغان ځواکونه

افغان چارواکي وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو برخو کې په هوايي بریدونو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې لږ تر لږه د یارلس وسله وال وژل شوي دي.

نن د افغانستان کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې دغه هوایي بریدونه په پکتیکا، جوزجان او سرې پل ولایتونه کې شوي دي.

د جوز جان د پولیسو مشر عبدل حافظ خوشي وویل چې د داعش پنځه وسله وال د ولایت په کوشې تپه ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې کله یې موټر په نښه شولو.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو ډلو خلاف کاروایانې زیاتې کړي دي.

پولیس وايي د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې هم امنیتي ځواکونو پرون د طالب وسله والو خلاف عملیات کړي دي.

د ولایت د پولیسو ویاند کریم یوریش ویلي چې په نښتو کې دوه وسله وال وژل شوي دي او درې نور زخمیان شوي دي.

هغه وویل چې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړیو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې ده.

بلخوا د ننګرهار د والي ویاند ویلي په اچین ولسوالۍ کې اووه ولسي وګړي هغه وخت ووژل شول کله چې یې موټر د سړک غاړې ښخ بم سره وجنګېدو.

XS
SM
MD
LG