د لاسرسي ځای

نواز شریف وايي پر کشمیر د امریکا خاموشۍ خفه کړی دی


نواز شریف

د پاکستان وزير اعظم نواز شريف ويلي دي چي هغه پر دې ډېر خفه دی چې واشنګټن د هند تر واک لاندې کشمير کې له بشري حقونو پر سرغړونو او هلته د یو شمېر ځوانانو پر وژل کېدو په پټه خوله دی.

نواز شریف دا بیان په داسې وخت کې ورکړی دی چې څو ورځې وړاندې د هند وزير اعظم نريندر مودي واشنګټن ته په سفر تللی وو او هلته یې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په ګډه اعلامیه کې پر پاکستان غږ کړی وو چې پر خپله خاوره دې ترهګرو ته پټنځایونه نه ورکوي.

هند وايي پاکستان له کشميري یاغیانو سره مرستې کوي خو پاکستان دا نه مني او وايي چې دوي یې یوازې اخلاقي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG