د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


د ننګرهار چارواکي وایي، د اچين ولسوالۍ باندړ درې سيمه کې د جمعې غرمه شاوخوا دولس بجې په يوه ډاټسن موټر د سړکـغاړې ماين په چولو کې اووه تنه ولسي افغان وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل د پېښې ټول ټپیاند غنيخېلو روغتون ته لېږدول شوي او وضعيت يې د ډاډ وړ دى .

دی زیاتوي، د سړکغاړې ماين د داعش وسله والو ایښی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG