د لاسرسي ځای

د ناټو عمومي منشي وايي، د پاکستان په قلمرو کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو پټنځایونو ستونزه باید حل شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې په پاکستان کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو ستونزې ته باید د حل یوه لاره وموندل شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دا مسئله مهمه ده او باید حل شي او زیاته یې کړه چې د ناټو غړیو هېوادونو د دې ستونزې هوارولو لپاره له پاکستان سره تماسونه هم نیولي دي.

«ناټو د دې ستونزې به اړه له پاکستان سره خبرې کړي دي»

نوموړي وویل، ​ناټو او ګڼو اتحادیان په تېره امریکا په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو په باب خبرې کړې او په افغانستان کې د کړکېچ هوارولو د یوې برخې په توګه دا مسئله باید حل شي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې د ناټو غړي به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس هم ژمنه وکړه چې هېواد به یې په افغانستان کې د ترهګرو په ځپلو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز ماټیس
د امریکا دفاع وزیر جېمز ماټیس

ماټیس په بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال وویل، ښايي امریکا او د ناټو غړیو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر یوناڅاپه راټیټ کړی وي خو ژمنه یې وکړه چې امریکا به خپل ماموریت په بري سره پای ته ورسوي.

ماټیس وویل، په دې اړه چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر په کمولو کې ښايي یوڅه بیړه کړې وي.

په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر یو لاکو زیات وو خو په افغانستان کې پر پوځي عملیاتو د درنو لګښتونو له کبله د امریکا پر حکومت کورني فشارونه په زیاتېدو شول او د اوباما ادارې د سرتېرو کمولو پرېکړه وکړه.

له دې سره وسله والو طالبانو جګړو ته زور ورکړ چې په نتیجه کې یې زیات شمېر ملکي افغانان او افغان پوځیان ووژل شول.

افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې د حقاني شبکې او د کوټې شورا په ګډون د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته یې ځای ورکړی.

اسلام اباد د کابل تورونه ردوي او برعکس تور لګوي چې په پاکستان کې حملې هغه وسله والې ډلې کوي چې په افغانستان کې دېره دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بنجشنبې ورځې په څرګندونو کې وویل چې د افغانستان بحران ته باید په سیمه ییزه کچه یوه حل-لاره ولټول شي.

XS
SM
MD
LG