د لاسرسي ځای

د ښځو مبارزه تبسم عدنان له بریده روغه وتلې


په سوات کې د ښځو حقونو مبارزه او نړيواله جایزه ګټونکې تبسم عدنان وايي چې بېګا شپه نامعلومه وسله والو د هغې پر کور ډزې کړي دي چې دا ترې لږه بچ شوې.

دا وايي چې د ساتونکي پوليس سرتېري په ځوابي ډزو کې وسله والو وتېښتېدل. بل خوا د سوات پوليس وايي چې د دغې پېښې رپورټ یې په سيدو شريف تاڼه کې کښلی دی. دا وايي پېښه بېګا شپه ناوخته څه کم دوه بجې شوې ده.

XS
SM
MD
LG