د لاسرسي ځای

د ناټو اتحاد د دفاع وزیرانو ژمنه کړې ده چې د افغانستان د پوځ روزنې په موخه به نور سرتېري استوي خو د امریکا تر پلان شوي اعلان مخکې یې د اضافي سرتېرو کره شمېر ورنکړ.

تېر ماښام په برسلز کې تر غونډې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جېمز مېټس خبریالانو ته وویل، دوی چې اوس شا ته ګوري نو ټول پر دې تر ډېره بریده سلا دي چې ښايي دوی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر یو څه په بیړه کم کړ.

ده البته وویل، ناټو په یوازې سر په افغانستان کې دوامداره سوله نشي راوستای بلکې دا کار د افغان حکومت په اصلاحاتو پورې تړلی دی.

چارواکي وايي، تر تړلو دروازو شاته په پرونۍ غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر جېمز میټېس د ناټو اتحاد پر غړو او د اېتلاف پر ملګرو ټینګار وکړ چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره دې نور سرتېري واستوي.

تر پرونې غونډې مخکې د برتانیا د دفاع وزیر مایکل فالن خبریالانو ته وویل، لندن به له ۱۰۰ کم سرتېري افغانستان ته واستوي.

امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته له درو څخه تر پینځو زرو پورې اضافي سرتېرو پر استولو غور کوي.

XS
SM
MD
LG