د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا هوايي ایالت د ټرمپ د سفري بندیزونو پرضد عدالت ته تللی


امریکا
امریکا

د امریکا هوايي ایالت د ټرمپ ادارې له لوري د شپږ اسلامي هېوادونو پر وګړو د سفري محدودیتونو امر تر عملي کېدو مخکې د دې پر ضد په عدالت کې غوښتنلیک دایر کړی دی.

دا امر د پېښور پر وخت له نن سهار پینځو بجو څخه عملي شو. د هوايي ایالت له لوري په غوښتنلیک کې سخت محدودیتونه تر پوښتنې لاندې راوستل شوي دي او دعوه شوې ده چې هغو خلکو ته دې استثنا ورکړل شي چې داسې خپلوان لري چې امریکايي شهریت یا تابعیت لري.

د امریکا سترې محکمې روانه اوونۍ له سفري محدودیتونو څخه هغه خلک مستثنا کړل چې له امریکايي وګړو یا سازمان سره ((یوه نېږدې او قانوني)) رښته لري.

خو د بهرنیو چارو وزارت د شورو یا چارشنبې پر ورځ په خپلو خپرو کړو لارښوونو کې ویلي چې دا استثنا یوازې د امریکايي وګړو د نېږدې خپلوانو لکه مور و پلار، خویندو، وروڼو یا بچیو لپاره ده.

د هوايي لوی څارنوال بېګا ناوخته دلیل ورکړ چې وفاقي حکومت له خپلو لارښوونو څخه هغه خپلوان ایستلي دي چې په دې ایالت کې ((نېږدې خپلوان)) ګڼل کېږي نو ځکه دا د سترې محکمې د هدایاتو سرغړونه ده.

د ټرمپ امر د شام، سوډان، سومالیا، یمن، ایران او لیبیا هغه خلک اغېزمنوي چې لا یې قاني ویزې نه دي تر لاسه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG