د لاسرسي ځای

په شام کې یوه څارونکې ډله او پوځي چارواکي وايي، د امریکا په ملاتړ ځواکونو د اسلامي دولت سختدریځي ډلې تش په نوم پلازمېنه رقه په بشپړه توګه محاصره کړې ده.

د شام د بشري حقونو د څار برتانیا مېشتې ډلې تېره شپه وویل، ځواکونو له رقه ښاره د تېښتې وروستۍ لار هم وتړله او په دې ډول د شام د جمهوري ځواکونو په نوم د امریکا په ملاتړ د کردانو او عربي ملېشو ((رقه ښار له هرې خوا څخه، مکمل محاصره کړی دی او د اسلامي دولت ډلې وسله وال یې دننه ایسار دي.))

رقه ښار له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې تر واک لاندې دی. د دې ښار د نیولو عملیات تېر کال په نومبر کې پیل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند راین ډېلن تېر ماښام وویل، د امریکا په ملاتړ ځواکونو روانه اوونۍ د رقې له اووه نیم مربع میله سیمې څخه د اسلامي دولت ډلې وسله وال ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG