د لاسرسي ځای

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په بدخشان کې د دوو ښځینه پولیسو وژنه د بشریت ضد عمل بللی دی.

د دې کمېسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ برخې مشرې ثریا صبحرنګ تېره شپه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا کار د اسلام ضد وباله او غندنه یې وکړه. دې وویل، د ښځینه پولیسو وژنه ښيي چې ((د وسله والو یاغیانو لپاره هېڅوک اهمیت نه لري.))

د بدخشان چارواکي وايي، دوه ښځينه پولیسانې چې خویندې وې، د چارشنبې پر ورځ په خاش ولسوالۍ کې تر اختر تېرولو وروسته د ولایت مرکز فیض اباد ته روانې وې چې په لار کې ورباندې برید وشو چې پکې دواړه ووژل شوې.

پر دوی د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG