د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمنسټي انټرنشنل د پاړه چنار پېښې پلټنې غواړي


د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی دی چې تېره اوونۍ په پاړه چنار کې تر چاودنو وروسته پر مظاهره کوونکو د ډزو پلټنې دې وکړي.

دې سازمان تېر ماسپښين په خپله خبرپاڼه کې ویلي، تېره جمعه د پاړه چنار ولس په چاودنو کې د وژل شویو په ویر وو او د دې پر ضد یې ((سوله ییزه)) مظاهره کوله چې ورباندې ډزې وشوې او پکې څلور کسان ووژل شول.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د پاکستان ((چارواکي باید سمدستي)) د دې پېښې ((د ازادو او موثره پلټنو امر ورکړي.))

د سازمان بیان زیاتوي چې دا د پاکستاني حکومت ((ذمه واري ده چې د بیان او د سوله ییزو جلسو د ازادیو د حقونو درناوی او ساتنه وکړي.))

د پاړه چنار ولس وايي، پر مظاهره کوونکو ډزې سرتېرو کړې وې، خو ملېشه ځواک دا تور ناسم بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG