د لاسرسي ځای

اڅکزی: هر پښتون چې په افغانستان نه خپه کېږي، په خپل اېمان دې وډارېږي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ګلستان په کلا عبدالله کارېز کې دودیزې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وویل، هر پښتون چې په افغانستان خوا نه بدوي په خپل اېمان دې وډارېږي. نوموړي وویل په افغانستان کې هره ورځ څه نا څه سل کسان مري او له دې ناورینه د راوتو لپاره د دغه هېواد په ګاونډیانو کې یو هېواد چین دی چې هلته د امن ضامن شي.

محمود خان اڅکزي وویل له تېرو څلوېښتو کلونو د پښتنو افغانانو وینه توېږي، پکار ده چې پښتون ولس او مخور مشران یوه لویه جرګه راوبولي چې له دې حالاتو به خپل قام څنګه راباسو. نوموړي د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ چې نور په دغه هېواد کې لاسوهنه بنده کړئ. ده وویل که افغانستان کې امن او سوله نه وي نو په پاکستان کې قراري او امن نه شي راتلای.

محمود خان اڅکزي وویل، په افغانستان کې چې هر څوک لاسوهنه کوي، دی به یې نوم اخلي، پر دې مسله غلی او چپ نه شي پاته کېدلای.

XS
SM
MD
LG