د لاسرسي ځای

تازه خبر

مري کې د مسافرو لفټ له پرېوتو ۱۰ تنه وژل شوي


د مري له چهره پاني سره نزدې مسافر وړونکی لفټ شلېدلی چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او يوشمېر نور ژوبل شوي دي.

د قدرتي افتونو سمبالولو ادارې رېسکيو ۱۱۲۲ د وياند ترمخه د ګرانو لارو له کبله د ژغورنې په عملياتو کې يوشمېر مشکلات رامنځ ته دي.

د يادې ادارې په وينا چې د پېښې له ځايه سخت ژوبل حالت کې وړل شویو کسانو کې د درو حالت مرګونی دی.

بل اړخ ته د ګلياتو پرمختيا ادارې وياند ويلي چې دا پېښه له تريړ مري سره نزدې رامنځ ته شوې. هلته ځايي خلک له له يو کلي وبل ته په لفټ کې پورېوتل او د لفټ مزی وشلېدلو.

د مري مرستيال کمېشنر عارف الله خان هم مطبوعاتو ته د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې د پېښې مړي روغتون ته وړل شوي. د نوموړي په وينا چې په ډولۍ لفټ کې ۱۲ کسان سواره وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG