د لاسرسي ځای

د شانګلې ضلعې چارواکي وايي د چارشنبې ورځ له شاه پور کلي تلونکې يو ډاټسن له ډرايوره بې قابو شوی او په سلګونه فوټه ژورې کندې ته پرېوتی چې پکې شپږ تنه وژل شوي او یو تن ژوبل دی.

مرستيال کمېشنر عبدالکبیر مشال ريډيو ته وویل دغه پېښه د چارشنبې په مازيګر درې بجې هله مخې ته راغلې کله چې يو ځايي ډاټسن له شاپور کليیوې لیرې پرتې سيمې امبېلې ته تللو.

په شانګله کي د پښتو ژبي ټي وي سره کارکونکي خبريال خالدخان وايي چې دغه په دې سيمه کې يواینۍ پېښه نه ده بلکې په سیمه کې د خرابو سړکونو له لاسه بیا بیا دغه ډول پېښې کېږي.

خالد خان وايي د شانګلې زياتره سيمه غرنۍ ده، دلته سړکونه کچه دي او کله چي باران وشي دغه نور هم کچه شي، بيا دغه سړکونه زياتره مقامي ولس په خپله جوړکړي او بيا یې رغول هم په خپله کوي نو ځکه داسې پېښې وخت په وخت مخې ته راځي.

د شانګلې شاه پوره يو بل خبريال موسا يوسفزی بیا تور لګوي چې شانګلې ته د سړکونو جوړولو لپاره هر کال حکومت پوره رقم ورکوي ولې دغه رقم د سياسي غبن ښکار شي.

د شانګلې سيمې د صوبايي اسمبلۍ غړی محمد رشاد لګېدلي تورونه ردوي خو وايي، صوبايي حکومت د شانګلې لپاره څه خاص رقم نه ورکوي نو ځکه هر کال د سړکونو په ګډون له نورو ترقياتي کارونوشانګله پاته وي. نوموړی زیاتوي چې د خرابو سړکونو له لاسه د هغه تره هم څه موده وړاندې په ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی. له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه وویل چې په پارلېمان کې به د سیمې د دغه ستونزې هوارولو لپاره غږ پورته کوي.

په شانګله کې ځايي اوسېدونکي وايي د خرابو سړکونو له وجې په تېره يوه مياشت کې ټرافيکي پېښو ۲۵ کسان وژلي خو چارواکي یې پخلی نه کوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG