د لاسرسي ځای

د امریکا لویو درستیزانو کمېټۍ مشر له افغان چارواکو سره خپلو لیدنو کتنو ته دوام ورکوي.

جنرال جوزف ډانفورد کابل ته د خپل سفر په څلورمه ورځ د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر او لوی درستیز سره وکتل.

د کورنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې جنرال ډانفورد د چارشنبې په ورځ د لیدنې کتنې پر مهال وغوښتل چې تېرې لاسته راوړنې خوندي شي.

ده همداراز ټینګار وکړ چې د یاغیانو مشران باید وځپل شي او د هغوی ځاني او مالي سرچینې وچې شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد له جنرال ډانفورده وغوښتل چې واشنګټن دې پر هغو هېوادونو چې لا هم د ترورېستانو ملاتړ کوي خپل فشارونه زیات کړي.

XS
SM
MD
LG