د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د پاڼه چینار چادونو ضد لاریون


په پاڼه چینار کې په غبرګو بمي چاودنو کې تر یو سلو زیاتو پښتنو د وژنې او په دغو چاودنو د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو د چپتیا پرضد په پېښور کې د مدني ټولنې غړيو اوسیاسي فعالانو لاریون وکړ.

دغه مدني فعالانو ویل کله چې په پنجاب کې په یوه پیښه کې خلک ووژل شي نو سمدستي ریاستي اوټوله سرکاري مشینري په حرکت کې راشي خو د پښتنو په سیمو کې چې کله په ترهګرۍ کې په سلګونو کسان ووژل شي نو سرکار خپلځان غلی نیولی وي.

د مدني ټولنې غړيو د شورو په ورځ د پاڼه چنار د پیښې له قربانیانو سره د یووالي ښودلو لپاره د پېښور پرېس کلب مخې ته ورټول شوي ول او د سرکار پرضد یې شعارونه ورکول چې پر دومره لویه بشري غمیزه یې ځان ناګاره اچولی دی.

په دغه لاریون کې مله د سیک ټولنې مشر رادېش سینګد پاڼه چینار پر پېښه سخته خواشیني وشودله او ویې ویل په پنجاب کې په دا ډول پېښو وفاقي حکومت سمدستي اقدام کوي خو د پښتنو په سیمو کې چې په سلګونو پښتانه د ترهګرۍ په پېښو کې وژل کېږي نو سرکار ځان ناخبر اړولی دی.

هغه وویل”د بهاولپور پېښې لپاره وزیراعظم د لندن خپله دوره رالنډه کړه اونېغ بهاولپور ته ولاړ خو په پاڼه چینار کې چې په سلګونو پښتانه دترهګرۍ پېښې ښکار شول نو پاڼه چنار ته نه شي تلی؟”

هغه پوښتنه وکړه چې ایا دپښتنو وینه ارزښت نه لري که پاڼه چنار د پاکستان سیمه ده نه چې د دغه ځايي متاثرینو تر اوسه هېڅ ډول ډاډګېرنه و نه شوه.

نوموړي وویل چې د پښتنو هره ورځ ټولوژنه [نسل کشي] کېږي، کله په کوټه کې بمي چاودنې کېږي اوکله پهپاڼه چینار کې خو د پوښتنې یې څوک نه شته.

دغو مظاهره چیانو په دې خبره خفګان ښودلو چې دتیرې یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې راهسې دپښتنو نسل کشي روانه ده، په زرګونو خلک یې مړه ، په لکونو ژوبل یا هم بې کوره شول ،جائیدادونه اوکاروبارونه یې تباه شول خو وفاقي حکومت ورته هېڅ پام نه اړوي.

د نېشنل یوت اطلاعاتو سېکرېتري پلوشې عباس هم د لاریون په څنګ د ډېوې راډيو خبریال مدثر شاه ته وویل، پښتانه هم د دې هېواد د وګړیو په توګه هم-دومره حق لري څومره چې یې د نورو قامونو وګړي لري ځکه او د پاکستان سرکار دې نور د پښتنو د نسل کشۍ روانې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

د مزدور کسان پارټۍ د پښتونخوا صدر یوسف انور پوښتنه وکړه چې دا څنګه د ترهګرۍ ضد جګړه ده چې قربانیان یې یوازې پښتانه دي؟

هغه وویل “موږ یو ترهګر ته ښه وایو او بل ته بد، چې همدې تګلارې زموږ وطن تباه کړو، پښتونخوا یې تباه کړه، کوټه اوکابل یې په وینو سره کړل خو موږ اوس هم خپلې ناوړې تګلارې نه پرېږدو”

په دغه موقعه دپښتونخوا ولسي تحریک مشرانو اعلان وکړو چې نور د پښتنو زغم ختم شوی اوهغوی د صوبې ټولو سیاسي ګوندونو ته یو خط لیکلي چې پکې یې له هغوی څخه غوښتنه کړې چې باید په دې یوه نکته متفق شي چې پښتانه به له ترهګرۍ څنګه ژغورل کېږي.

په ۲۳م جون د کورمې سرښار پاڼه چینار په توري بازار کې هغه مهال پرله پسې دوه بمي چاودنې شوې وې چې خلک داختر لپاره په سودا اخېستو بوخت ول.

په هغو چاودنو کې ۷۲ کسان وژل شوي اوتر۱۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG