د لاسرسي ځای

بلوچستان کې سږکال ګوزڼ نه شته: ډاکټر افتاب


د بلوچستان د پوليو ادارې تخنيکي سلاکار وايي، په دې صوبه کې سږکال په لومړيو شپږو مياشتو کې د پوليو يو ناروغه هم مخې ته نه دی راغلی.

ډاکټر افتاب کاکړ د چارشنبې په ورځ له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د پوليو د ناروغانو شمېرکال په کال مخ په کمېدو دی.

د ده په وينا د سږکال په لومړيو شپږ مياشتو کې په پاکستان کې يوازې دوه ماشومان دګوزڼ يا پوليو وايرس اغېزمن کړي چې هم دغه شمېر په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې د انډ پوليو ادارې په وينا ۳۰۷ وو.

د بلوچستان پوليو ادارې تخنيکي سلاکار ډاکټر افتاب کاکړ
د بلوچستان پوليو ادارې تخنيکي سلاکار ډاکټر افتاب کاکړ

​په پاکستان په تېره بيا په قبايلي سيمو کې د ګوزڼ ناروغان په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې نور هم زيات شو کله چې وسله والو طالبانو په ځينو سیمو کې د ګوزڼ څاڅکیو ورکولو پر کمپاين بنديز ولګولی او په مهم چلونکو يې حملې وکړې.​

په بلوچستان کې د پوليو تر ټولو زيات ناروغان په ۲۰۱۴ کال کې رپورټ شوي وو چې شمېر ۲۵ وو.

د مشال راډیو همکار عبدالحي کاکړ د بلوچستان پوليو ادرې تخنيکي سلاکار ډاکټر افتاب کاکړ سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې په صوبه کې سږکال څومره ماشومان د ګوزڼ وايرس وهلي دي.؟

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG