د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان کې د طالبانو او داعشیانو ډلې ترمنځ نښته شوې


د افغانستان د نورستان ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او اسلامي دولت وسله والې ډلې ترمنځ نښتې شوې دي.

د یاد ولایت والي حافظ عبدالقیوم د سېشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په دې نښتو کې د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې یو وسله وال وژل شو او درې مېرمنې ټپي شوې دي.

ځايي خلک وايي چې په دې نښتو کې یو شمېر کورونه هم سوځول شوي دي. خو نه وسله والو طالبانو او نه هم اسلامي دولت ډلې په دې اړه څه ویلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG