د لاسرسي ځای

تازه خبر

' هند ته د صادراتو پیل به د افغان سوداګرو ستونزې کمې کړي'


د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له افغانستانه د هوا له لارې هند ته د صادراتو پیل به د افغان سوداګرو ستونزې لږ کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال محمد یونس مومند په کندهار کې د مشال راډیو خبریال صادق رښتیني ته وویل،د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز یا کوریدور د فعالېدو له کبله به نور د افغان سوداګرو مېوې نه خوسا کېږي:

"د دې کوریدور د فعالېدو له کبله به نور زموږ مېوې نه خرابېږي."

له کندهاره د شنبې په ورځ څلوېښت ټنه طبي بوټي او وچې مېوې هند ته صادرې شوې.

تر دې یوه اوونۍ وړاندې له کابله په یوه الوتکه کې ۶۰ ټنه طبي بوټي هندوستان ته یووړل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG