د لاسرسي ځای

ټرمپ د اختر مېلمستیا په نه کولو د سپینې ماڼۍ دود مات کړ


په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې سږکال لومړی ځل دی چې سپینې ماڼۍ د اختر مېلمستیا ونکړه.

د دې پر ځای امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ده ښځې مېلانیې پر یکشنبې یو بیان خپور کړ چې پکې یې ((مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي)) ویلې ده.

بیان وايي، اختر ((د رحم، مینې او مهربانۍ ارزښت په ډاګه کوي.))

ټرمپ چې وار له مخه ورباندې د مسلمانانو ضد ویناوو له کبله انتقاد کېده، د اختر په مېلمستیا نه کولو سره د تېرو درو ولسمشرانو د ادارې دود مات کړ.

سپینه ماڼۍ د اختر مېلمستیا ته د امریکايي مسلمانانو مشران، د کانګرس غړي او د اسلامي هېوادونو ډېپلوماټان وربولي.

XS
SM
MD
LG