د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پوځ مشر جنرال جوزف ډنفرډ کابل ته تللی


د امریکا پوځ مشر جنرال جوزف ډنفرډ افغانستان ته تللی دی.

نوموړی د افغانستان په اړه د امریکا د پوځي ستراتیژۍ وروستۍ کولو په موخه کابل ته تللی دی. په دې ستراتیژۍ کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر زیاتولو وړاندیز شوی دی.

ټاکل شوې چې ډنفرډ په کابل کې له لوړپوړي افغان او امریکايي چارواکو او هلته د مېشتو امریکايي او ناټو ځواکونو له مشرانو سره وویني.

ټاکل شوې چې امریکايي ولسمشر په خپله ستراتیژۍ کې افغانستان ته شاوخوا ۴،۰۰۰ نور سرتېري واستوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG