د لاسرسي ځای

په رسنيو کې، د پوپلزي عمرې یا دبۍ ته تګ سفر او يا په ملک کې دننه د امنيتي ادارو لخوا د ورکولو بېلا بېل راپورونه خپاره شوي ول.

د قاسم علي خان جماعت د کمېټۍ يو غړی او د مفتي شهاب الدين پوپلزي مرستیال مولانا عابد کمال وايي چې د اختر د اعلانونو باوجودمفتي پوپلزی لا هم ورک دی. د یادونې ده چې د کوچني تر اختر اعلان وړاندې په رسنيو کې د مفتي شهاب الدين پوپلزي د تريتمېدو خبرونه خپاره شوي ول. نوموړی د قاسم علي خان جماعت د مياشتې ليدو غير سرکاري کمېټۍ مشر او د ختم نبوت تحریک صوبايي امير هم دی.

په رسنيو کې، د پوپلزي عمرې یا دبۍ ته تګ سفر او يا په ملک کې دننه د امنيتي ادارو لخوا د ورکولو بېلا بېل راپورونه خپاره شوي ول.

د خالي په ورځ د پيښور په قاسم علي خان جماعت کې د مياشتې ليدو کمېټۍ غونډه هم د مفتي شهاب الدين پوپلزي په غېر موجودګۍ کې وشوه.

په اسلام آباد کې د مذهبي چارو وزارت دا ځل اعلان کړی وو چې سرکاري کميټې به په پېښور کې د اتوار په ورځ کېني او د پوپلزي له کمېټي سره به هم په دې اړه خبرې اترې کوي.

د يادې کمېټۍ يوه غړي مشال راډیو ته وويل چې ځینو ریاستي اداروورته د کمېټۍ اجلاس نه کولو هم ويلي ول.

خو بيا هم د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور او د صوبې په ګڼو نورو سيمو کې اختر ولمانځل شو چې نن یې دوهمه او په نور ملک کې لومړۍ ورځ ده.

د مشال راډيو خبریال ځلاند يوسفزي د قاسم علي خان جماعت د کمېټۍ له یوه غړي او د مفتي شهاب الدین پوپلزي له مرستیال مولانا عابد کمال سره خبرې کړې دي او له هغه یې د مفتي پوپلزي د تریتمېدو په باب پوښتلي دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG